میدان وردګو کې ۳۸ کورنیو سره مرسته وشوه
میدان وردګو ولایت کې پرون د لړم میاشتې پر دیرشمه د دغه ولایت د مهاجرینو ادارې په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته ۳۸ بېوزلو او اړمنو کورنیو هرې یوې ته ۳۶ زره ۱۳۰ افغانۍ ووېشل شوې.