نورستان کې راستنېدونکو ته د ځمکو وېش د کمېټې ناسته وشوه

sadam_morr
-
نورستان ولایت کې د عالیقدر امیرالمونین له فرمان او کړنلارې سره سم راستنېدونکو ته د ځمکو وېش کمېټې غړو د لړم پر نهه ویشتمه د دغه ولایت د مهاجرینو چارو په ریاست کې خپله ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د فرمان د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وشوې.
ګډونوالو زیاته کړه، چې د نورستان ولایت جغرافيايي جوړښت خورا پیچلی دی، په دولتي ځمکو کې ورته مناسبه ځمکه نشته او اماراتي ادارې هېڅ دولتي ځمکه نه ده ځانګړې کړې.