په بادغیس ولایت کې له ۱۷۰ کورنیو سره مرسته وشوه
په بادغیس ولایت کې د لړم له ۲۲ مه نیټې څخه تر ۲۴ نیټې پورې په ۱۷۰ کورنیو باندې نغدي مرسته وویشل شوه.
په دغو کورنيو کې هغه بېځايه شوې، راستنې شوې او اړمنې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو امریت له لوري د بادغيس ولايت په مرکز او لسواليو کې پېژندل شوې وې.
یادې مرستې د وارچلد موسسې له لوري وې، چې هرې کورنۍ ته ۱۲ زره ۵۹۶ افغانۍ ورکړل شوې.