بدخشان ولایت کې د دایمي استوګنې کمیټې ناسته وکړه

sadam_morr
-
د راستنېدونکو او بېځايه شويو کسانو د دایمي استوګنې کمېټې غونډه د بدخشان ولايت د مرستيال والي قاري امين الله طيب په مشرۍ د دولتي ادارو د ریيسانو او د ملي او نړيوالو ادارو استازو په شتون کې جوړه شوه.
مرستیال والي په کارونو کې د پرمختګ هرکلی وکړ او دا یې د مسوولینو د هڅو پایله وګڼله او د کډوالو او بې ځایه شویو د وضعیت د هواري په برخه کې یې د یادې ناستې تر سره کول مهم وبلل او ټینګار یې وکړ، چې دغه ناسته باید په ګډه ترسره شي. په دوامداره توګه د دې لپاره، چې موږ د داخلي بې ځایه شویو ستونزو او ننګونو ته رسېدنه وکړو او د امکان تر حده د بې ځایه شویو او راستنو شویو ستونزې حل کړو.
نوموړي د ژمي له رارسېدو وړاندې په دې برخه کې د همکارو بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتونکی شو.