د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال د مهاجرینو چارو له وزیر سره ولیدل
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستيال مولوي محمد علي جان احمد د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير الحاج خليل الرحمن حقاني سره دده د کار په دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې په سرحدونو کې د مهاجرینو لپاره د ګډو اسانتیاو رامنځته کولو، راستنو شویو مهاجرینو ته د مرستو رسولو د مجاهدینو په ځینو ستونزو او د قومونو ترمنځ د شخړو د هواري په موخه د ګډې همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.