د پکتیا والي په مشرۍ د مهاجرینو لپاره د ځمکو ویش کمېټې ناسته وشوه
د مهاجرینو لپاره د ځمکو د ویش کړنلارې د لا ښه پلې کېدو په موخه پکتیا ولایت کې د دې ولایت والي ملا مهر الله حماد په مشرۍ د لړم په ۱۵ مه ناسته وشوه.
په دې کمېټه کې د ښار او کور جوړولو، مهاجرینو، سیندیزې حوزې، محیط زییست، ښاروالۍ، د کلیو او پراختیا، اوبو رسولو، کدستر او کرنې ادارو استازو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د کمېټې غړو له والي سره معلومات شریک کړل او ډاډ یې وښود چې د ولایت رهبري به د فرمان او کړنلارې سره سم خپلې چارې ګړندۍ کړي.