سرپل کې پنځو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه
په سرپل ولایت کې له پنځو کورنیو سره د تلې پر څلیرویشتمه نغدي مرسته وشوه.
په دغو کورنيو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د ولايتي کمېټې تر نظارت لاندې د ټولو کورنیو هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ ووېشل شوې.