میدان وردګ کې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو
میدان وردګ ولایت کې د ۱۷ کسانو لپاره پنځه ورځنی ورکشاپ د تلې په ۲۲ مه نېټه پیل شو.
یاد ورکشاپ د ډنماک د کډوالو شورا له لوري د هغو کسانو لپاره پیل شو، چې له دې وړاندې یې د کوچینو کاروبارونو لپاره نغدي مرسته تر لاسه کړې وه. دغه ورکشاپ د تلې په ۲۲ مه نېټه پیل او د تلې ۲۶ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو امر مولوي عبدالرحمن هاشمي وویل: د بې ځایه شویو او راستنو شویو لپاره د کاروبارونو رامنځته کول خپل مسوولیت ګڼي.
نوموړي همداراز د یاد بنسټ څخه مننه وکړه او په دې ولایت کې یې د نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه یې وکړه.