بلخ کې له سلو زیاتو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

په بلخ ولایت کې پر ۱۶۸ راستنېدونکو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه
دا کورنۍ مخکې د بلخ له مهاجرينو چارو رياست سره په همغږۍ پيژندل شوې وې، چې له ۸۷ کورنیو سره په دوو برخو کې ۳۶ زره او ۸ زره افغانۍ د مهاجرت نړیوال سازمان او ۸۱ نورو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه ۲۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ له لوري ورکړل شوې، او هرې کورنۍ ته د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست تر پېژندلو وروسته ورکړل شوې.