کندز کې د نړیوالو همکارو موسسو له استازو سره د وزارت د پلاوي ناسته وشوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۴۲
-

کندز ولايت ته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت تللي پلاوي د کندز د مهاجرینو چارو له رييس او له کابل څخه د تللیو او هلته د نړيوالو همکارو موسسو له استازو سره وکتل .

د وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد د سفر د موخو او د ګډو تخنیکي ټیمونو او د داخلي او نړیوالو موسسو او بنسټونو د همکارۍ په اړه توضیحات ورکړل.

نوموړي له کابل ولایت څخه د کندز د چهاردرې ولسوالۍ ته د داخلي بې ځایه شویو په منظم ډول خپلو سیمو ته د ستنېدو او هغوی ته د لازمو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفترونو د ګډ تخنیکي ټیم رییس ښاغلي ونست وویل: په دې برخه کې ډېر بحثونه په مرکز کې په تفصیل سره شوي او له اړوندو نړیوالو بنسټونو سره لازمه همغږي شوې ده، چې هر دفتر یا کلستر باید د بې ځایه شویو او راستنیدونکو خلکو سره همکاري او رسېدنه وکړي.

د کندز ولايت دمهاجرينو چارو رييس مولوي عبدالولي محمدي د دغو بنسټونو د همکاريو قدرداني وکړه او په راتلونکي کې يې دهمکاريو او پروژو دزياتوالي غوښتنه څرګندهکړه.

 نوموړي د دغې موضوع په اړه یو څه اړین معلومات هم د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي ښاغلي دوکن خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دوی اداره هم له دې مسئلې پوره خبر ده او له راستنیدنې وروسته به د ژوندانه او دایمي حل لارې پر پروګرامونو کار پیل کړي.

هغه په ​​دې برخه کې د نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه وبلله.

ورپسې د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو استازو د تېرو همکاریو او په راتلونکي کې د خپلو اړوندو همکاریو په اړه خبرې وکړې او ناسته پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته