کنړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

 

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۸ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ دچنګاښ په ۱۰مه هرې کورنۍ ته دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.