د مهاجرینو چارو سرپرست د پنجشیر ولایت د مهاجرینو چارو آمريت څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۲۰:۴۹
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په داسې حال کې چې د مهاجرينو چارو وزارت یو شمېر رئیسانو یې ملتیا کوله د پنجشیر ولایت د مهاجرینو چارو آمريت له مختلفو شعبو څخه لیدنه وکړه او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل
ښاغلي حقاني ددغه امریت له کارکوونکو سره د ناستې پرمهال په اخلاص، اطاعت، همغږۍ، روڼتیا، د کاري بهیر په چټکتیا او نورو اړینو اصلاحاتو په رامنځته کولو ټینکار وکړ
د پنجشیر د مهاجرینو چارو امر حاجي محمد رها ابرار ښاغلي حقاني ته د ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د چټکتیا او روڼتیا په اړه یې ډاډ څرګند کړ
په پای کې ددغه امریت کارکوونکو خپلې ستونزې او مشکلات شریک کړل، چې د حقاني صیب له لورې د حل ډاډ ورکړل شو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته