بلخ کې له ۳۱ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په بلخ ولایت کې د وږي پر اته ویشتمه پر ۳۱ اړمنو او راستنېدونکو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا مرسته د اسلامي امارت له لوري د ټولو کورنیړ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ وه، چې د ولايتي کميټې او مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې ورکړل شوه.