په هلمند کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

د وږي په ۱۸ مه نېټه هلمند کې له ۴۲۵ بېرته راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

یادې کورنۍ له وړاندې د هلمند مهاجرینو ریاست له لوري په مرکز او ولسوالیو کې پېژندل شوې وې.

یادې مرستې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري په دوو برخو کې ۴۸ زره او ۵۴۰ افغانۍ او ۲۴ زره ۲۷۰ افغانۍ وې چې په بېرته راستنو شویو ووېشل شوې.