سرپل ولایت کې له سلو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
د سرپل په مرکزي سیمو کې د وږې په ۱۱ مه نېټه له ۱۴۳ بې ځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ له وړاندې د یاد ولایت د مهاجرینو امریت له لوري پېژندل شوې وې، چې د کتید موسسې له لوري د مهاجرینو امریت تر څارنې لاندې له هرې کورنۍ سره ۷ زره ۹۷۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.