ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په ننګرهار ولايت کې د وږي پر اومه پر ۷۰۳ راستنېدونکو، بېځايه شويو، معلولينو، معيوبينو، کونډو، يتيمانو او بې وزلو کورنيو نغدي او خوراکي مرسته ووېشل شوه.
دا کورنۍ مخکې د جلال اباد ښار او مومند درې ولسوالۍ په شاوخوا کې پېژندل شوې وې.
او د جاپان د AAR موسسې له لوري له ۶۰۰ کورنیو سره د ۱۵۰۰افغانیو او شپږ ډوله خوراکي توکو او د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري له شلو کورنیو سره په پنځو برخو کې ۲۰ زره، ۱۰ زره، ۸ زره، ۳۰ زره او ۶ سوه او ۳۰ زره افغانیو او د ډنمارک د مهاجرت شورا له لوري په مومند درې ولسوالۍ کې له ۸۳ بې ځایه شویو کورنیو سره د ۱۰ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارښت مرسته وشوه، چې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې په څارنه ووېشل شوه.