تېره يوه مياشت د هېواد په ولايتونو کې څه باندې درې زره کورنيو سره مرسته وشوه

د تېرې زمري میاشتې په بهیر کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې له طبیعي پېښو له امله زیانمنو او بې ځایه شویو له څه باندې ۳ زره کورنیو سره مرستې وشوې.
د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې په کندهار، هرات، ننګرهار، نیمروز، جوزجان، غزني، سمنګان، فاریاب، غور، تخار، سرپل، بلخ، بادغیس، بدخشان، میدان وردګ، لغمان، په بغلان، پکتیا، کاپیسا، پکتیکا، کابل او کندز کې د یو شمېر نړیوالو مرستندویو موسسو په همکارۍ له ۳ زره ۷۹۰ بې ځایه شویو کورنیو، راستنو شویو، بې وزلو، معلولینو، زیانمنو، یتیمانو، کونډو مېرمنو او معیوبو سره مرسته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په وېشل شويو مرستو کې نغدې پيسې، روغتیایي کڅوړې، مسلکي وسايل، خېمې او کمپلې شاملې وې، چې د مرستندویو بنسټونو د استازو په شتون کې وېشل شوې دي.