فاریاب کې د تلپاتې مېشتېدنې کمیټې دویمه ناسته وشوه

sadam_morr
-
د فاریاب ولایت د مهاجرینو چارو په ریاست کې د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو د دایمي حل او ادغام د کمیټې دویمه ناسته د روان کال د اړوندو ادارو او بنسټونو د استازو په شتون کې وشوه.
د دې ولايت د استازي مولوي حيات الله مهاجر د موسسو د ګډون ستاينه وکړه او د بنسټي بشري مرستو په برخه کې يې د لا زياتو اسانتياوو پر رامنځته کولو، په کارموندنې او اړوندو اساسي کارونو کې یې د همغږۍ پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.
د فاریاب ولایت د مهاجرینو چارو رییس ملا سیف الدین جهادي له بې ځایه شویو او راستنېدونکو سره د موسسو د مرستې قدرداني وکړه او ګډونوالو ته یې د هغو بې ځایه شویو او راستنیدونکو د شمېر په اړه معلومات ورکړل چې د دغه ریاست په ډیټابیس او معلوماتي سیستم کې ثبت او راجستر دي.
بیا د ناستې ګډونوالو خبرې وکړې او په راتلونکي کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.