بلخ کې د ۴۰ سرپناوو د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بلخ ولایت په شولګر ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره د ۴۰ سرپناوو د بنسټ ډبره د مرستیال والي او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.
دا سرپناوې د نصرت الانصار خيريه موسسې له خوا د مهاجرینو چارو رياست په همکارۍ او همغږۍ د راستنو شویوکورنيو لپاره د استوګنې د برابرولو په موخه جوړېږي.
د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهدي ابو ادريس په خپلو خبرو کې د دې پروژې ارزښت ته اشاره وکړه او دا یې د کډوالو د بنسټي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د حکومت او نړیوالو بنسټونو د نږدې همکارۍ څرګندویه وګڼله
هغه د دې ډول پروژو پلي کول د مهاجرینو د ژوندانه د ښه والي په برخه کې مهم وبلل او زیاته یې کړه چې نن ورځ مهاجرین د هر اړخیز ملاتړ مستحق دي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د بلخ ولایت رهبري د مهاجرینو لپاره د اوبو، برېښنا، سړکونو او سرپناوو د برابرولو په ګډون د خلکو د ستونزو د هواري په برخه کې د کډوالو چارو او اقتصاد ریاست له لارې ژمنه ده.
د بلخ د مهاجرينو رییس مولوي اسدالله وفا د دې پروژې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، په دې پروژه کې د هغو مهاجرينو لپاره چې له ايران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي د څلويښتو سرپناوو جوړول شامل دي او هره سرپناه د ٣٤ متر مربع په ساحه کې د استوګنې دوه خونې، یو تشناب، یو حمام او یو پخلنځی به د دوو میاشتو په موده کې جوړ شي او د هرې سرپنا د جوړولو لګښت 80 زره ډالر دی.
د نصرت الانصار خيريه موسسې مشر عزيزالله قانوني په دغو مراسمو کې د دې پروژې موخې او جزیات بيان کړل او ويې ويل، دا موسسه دغه سرپناوې د مهاجرينو لپاره پخپله جوړوي، چې دوی ته به د استوګنې سربېره د کار زمينه هم برابره کړای شي.