پکتیکا کې ۲۴ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه
په پکتیکا ولایت کې د زمري پر درویشتمه له ۲۴ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا مرسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري په دوو برخو کې له ١١ کورنيو سره ٢٤ زره او ٢٧٠ افغانۍ او ١٣ نورو کورنیو سره ٤٨ زره او ٥٤٠ افغانۍ وه، چې هرې کورنۍ ته د کډوالو چارو رياست له خوا په دې مرکز کې تر پېژندلو وروسته ورکړل شوه.