د لغمان د مهاجرینو چارو ریاست او د ښار جوړونې ریاست ترمنځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.

sadam_morr
-


 د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست او د ښار او کور جوړونې ریاست ترمنځ د زمري پر دیارلسمه دوه اړخیزه ناسته  وشوه.
 دغه ناسته چې د لغمان ولايت د ښار او کور جوړونې په رياست کې جوړه شوې وه، د مهاجرينو د استوګنې پر ستونزو پکې خبرې وشوې او اړین تصمیونه پکې ونیول شول.
 دغه راز د دواړو لوریو ترمنځ د ښارګوټو د ستونزو د حل او د ښارګوټو د پرمختیا د زمینې د برابرولو لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار وشو.