سرپل کې له اتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

 په سرپل ولایت کې د زمري پر لسمه، اتو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
 په دغو کورنیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د ولایتي کمېټې او د دغه ولایت د مهاجرینو چارو تر څارنې لاندې د ټولو کورنیو هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ ووېشل شوې.