د هېواد په پولو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه سلګونو جبري راستنو شویو سره مرسته وشوه
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د ګومارل شویو کمېټو د راپور له مخې، د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات د سرحدي ولایتونو ۱۷۲ کورنۍ چې ۶۲۱ تنه کېږي له ایران او پاکستان څخه راستنې او بایومټریک شوې.
د پورته ولایتونو په پولو کې د ګومارل شویو کمېټو له لوري د راستنو شویو کورنیو له جملې څخه ۱۲۸ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، ۱۷۰ کورنۍ په موقت ډول په کمپ کې ځای پر ځای شوې، ۲۸ کورنۍ چې ۱۳۷ تنه کېږي خپلو اصلي استوګنځای ته ولېږل شوې او کرایه هم ورکړل شوه، ۳۹۹ سیمکارتونه، د څښاک اوبه او خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه راز د اطلاعاتو او محتسبینو د کمېټو له لوري دغو کورنيو ته د نوم ليکنې، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد پېژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې او په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل.
راستنو شویو ته روغتیایي خدمات هم وړاندې شول او راستنو شویو ماشومانو ته له چاودیدونکو توکو څخه د ځان ساتنې، نظافت او خوندیتوب په اړه عامه پوهاوی ورکړل شول.
دغه راز دغو ماشومانو ته د تفریح په موخه د لوبو پروګرامونه هم برابر شول.