فاریاب کې لسګونو کورنیو سره روغتیایي او نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
فاریاب ولایت کې د زمري پر دویمه ۳۶ راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته روغتیايي او نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ وړاندې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري په څلورو برخو کې د ۴۸ زره او ۵۴۰ افغانۍ، ۲۲ زره او ۲۰۰ افغانۍ، ۱۷ زره او ۷۵۰ افغانۍ او ۲۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ له روغتیایي کڅوړو سره ورکړل شوې.