غزني کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وشوه
په غزني ولایت کې د زمري پر دویمه له ۴۱ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ مخکې د غزني د مهاجرینو چارو ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز او زنخان ولسوالۍ کې اړمنې پېژندل شوې وې او د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري په دوو برخو کې د ۲۰ زره او ۵۰۰ او ۹ زره افغانیو په ارزښت مرسته ورسره وشوه.