سرپل کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په سرپل ولایت کې پرون د زمري لومړۍ نېټه له ۴۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا د ځانګړو اړتیاوو کورنۍ وې، چې مخکې اړمنې پېژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري اته ویشتو کورنیو ته ۴۸ زره او ۵۴۰ افغانۍ، پنځو کورنیو ته ۲۴ زره او ۳۴۰ افغانۍ او اوو کورنیو ته ۱۷ زره او ۷۵۰ افغانۍ، له یوې روغتیايي کڅوړې سره ورکړل شوې، چې د د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په څارنه ووېشل شوې.