تر څلور زرو زیات مهاجرین له پاکستان او ایران څخه راستانه شول

sadam_morr

څلور زره او ۲۳۳ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر دیرشمه د نیمروز ولایت د ورېښمو، د هرات ولایت اسلام کلا، د کندهار ولایت سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د پورته ولایتونو له سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې له پاکستان هېواد څخه ۷۲کورنۍ چې ۳۹۷ تنه کېږي د تورخم فرضي کرښې له لارې او ۶۱ کورنۍ چې ۳۳۲ تنه کېږي د سپین بولدک له لارې څخه او په ایران کې مېشت او یو زر او ۳۰۷ تنه د هرات د اسلام کلا او دوه زره او ۱۹۷ تنه د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
راستانه شوي له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.