بلخ کې له لسګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

په بلخ ولایت کې د جنګاښ پر اوه ویشتمه، ۸۷ اړمنو او راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته په بېلابېلو برخو کې ۲۴ زره او ۲۴۰ افغانۍ، ۴۸ زره او ۷۴۰ افغانۍ، ۱۷ زره او ۷۵۰ افغانۍ او ۲۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري وه، چې هرې کورنۍ تر اړمن پېژندلو وروسته د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا ورکړل شوې.