د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه د مهاجرینو چارو وزارت ته وسپارل شوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۳:۴۱
-

د داخلي بې ځايه شويو او راستنېدونکو د بيامېشتېدنې لپاره د چين حکومت د بشري مرستو لومړۍ جوپه د مهاجرینو چارو وزارت ته وسپارل شوه.
د چین سفیر ښاغلي ژاو شینګ وویل: موږ ټول پوهیږو چې د افغانستان خلکو له څو کلونو راهیسې د جګړو، طبیعي پېښو او له هېواده د وتلو له امله په بېلابېلو برخو کې ډېر زیانونه لیدلي دي.
د چین حکومت به د افغانستان ښه ګاونډی او ښه دوست پاتې شي، د بشري مرستو لومړۍ جوپه چې د ۴۰ میلیونو چینایي ین په ارزښت واړه او لوی موټرونه، خیمې او کمپلې پکې شاملې دي، له افغان مهاجرینو سره د مرستې په موخه دغه وزارت ته وسپارل شول.
له کموالي سره سره، هيله ده، چې دغه مرسته به د افغانستان د خلکو پر وړاندې د چين د خلکو د احساساتو څرګندونه وکړي.
هغه زیاته کړه: د بشري مرستو سربېره، چین لویې پروژې هم پلي کړي، پوره باور لرم، چې چین به د نړیوالې ټولنې په ګډه مرسته د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي، چې په ځان بسیا شي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د دې مرستو د سپارلو پر مهال وویل: خوښ یم، چې په داسې مراسمو ګډونوال یو، چې له مخکنۍ ژمنې سره سم له چین څخه د بشري مرستو لومړۍ جوپه په داسې شرایطو کې راورسېدله، چې د سلګونو زرو په شاوخوا کې مهاجرین بیرته راستانه شوي او دا بهیر لا هم دوام لري.
ښاغلي حقاني وویل: نړۍ په دې پوهیږي چې د افغانستان خلک څلور لسیزې په جګړو او مهاجرتونو کې له ډیرو ستونزو سره مخ شوي دي.
د چين هېواد په سختو شرايطو کې له موږ سره همکاري کړې ده، چې له امله يې د زړه له کومې مننه کوو. دا مرسته د ٤٠ مليونو چينايي ين په ارزښت ده، چې ٨٠ واړه او لوى وسايط، چې پیکپ، امبولانسونه، د اوبو ټانکر، باروړنکي موټر، نږدې ٦٠٠٠ وړې او لویې خیمې او ۵ زره او ۱۰۰کمپلې پکې شاملې دي مهاجرینو چارو وزارت ته وسپارل شوه.
 د اسلامي امارت د مشرتابه او د مهاجرینو چارو وزارت په استازیتوب د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د کارموندنې، سرپناه، پوهنې او د مهاجرینو په ښارګوټو کې د بیامېشتېدنې په برخه کې د دوی منندوی یو او د لازیاتې همکارۍ هیله کوو.
د مهاجرینو  چارو وزیر له نورو مرستندویو هېوادونو او بنسټونو څخه هم غوښتنه څرګنده کړه، چې د مهاجرینو ستونزو ته په رسېدنه کې له موږ سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو وزارت کې د پیشرو افغان او EPEK INTERNATIONAL موسسې سره د ۸۸ زره او ۷۶۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادو هوکړه لیکونو له مخې، د پیشرو انکشافي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۹:۵۸
Background image

د دایکندي د مهاجرينو چارو آمر د مهاجرینو چارو وزير سره وکتل

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو له وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د دایکندي ولايت د مهاجرینو چارو آمر مولوي محب الله اخوندزاده سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې په دغه ولايت. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۷:۴۶
Background image

د پوهنې او اقتصاد له وزیرانو سره ګډه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا او د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره ناسته وکړه.
په دغه. . .

بېرته خبرونه ته