فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

anwari_morr

 د فاریاب ولایت د مرکز میمنې د لومړۍ ناحیې د دمقول سیمې په شاوخوا کې د داخلي بې ځایه شویو لپاره د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار بشپړ او د دغه ولایت د مرستیال والي او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
 په دې شبکه کې د ۸۰ مترو په ژوروالي سره یوه څاه، د ۱۸۰ متر مکعب په ظرفیت د ډبرو د اوبو دوه ذخیرې، ۸۴ سولري تختې او د ۲۱زره او ۱۷۱ مترو په اوږدوالي د شبکې غځول شوي پایپونه شامل دي، چې ډاکار موسسې په مالي مرسته جوړه شوې ده.
 د دې پروژې په بشپړېدو به د دغې ناحیې ۲زره او ۷۱۹ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.