فارياب کې راستنېدونکو ماشومانو سره مرسته وشوه

ناپیژنده (not verified)

د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) له لورې دفارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۵ راستنېدونکو کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

دغه ماشومان چې د ايران هېواد څخه راستانه شوي و د تېرې دوشنبې په ورځ دغبرګولي په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۳۵ کيلو وريجې، ۶کيلو دالنخود، ۶ کيلو بوره، ۶ کيلو لوبيا، ۶ کيلو ماش، ۵ لېرته غوړې او يوه کيلومالګه مرسته ووېشل شوه.