نږدې زر تنه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۹۷۹ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي نهمه د سپین بولدک او تورخم له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۱۱۵ کورنۍ، چې ۶۴۷ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۶۲کورنۍ، چې ۳۳۲تنه کیږي په جبري توګه د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم لس لس زره افغانۍ مرسته هم وشوه.