ننګرهار کې بې ځايه شويو کورنيو سره بشري او خپلو سيمو ته د هغوي د لېږد په موخه مرستې پيلېږي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۸ - ۱۳:۱۶
  ننګرهار  کې بې ځايه شويو کورنيو سره  بشري او خپلو سيمو ته د هغوي د لېږد په موخه مرستې پيلېږي

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال  مهر خدا صبار په مشرۍ يو لوړ پوړي پلاوي ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال  د غبرګولي په ۲۶ مه د جلال اباد ښاروالۍ مېلمستون کې ددې ولايت  له والي، ولايتي شورا غړو او يو شمېر ادارو مسولينو سره ناسته وکړ

په دغه ناسته کې د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال  مهر خدا صبار وويل، دې ولايت ته يې له سفر څخه موخه په امن ولسواليو کې د بېځايه شوو بيا ځای پرځآی  کېدنې پروژې پلې کول دي، چې په  ترڅ کې به يې هغه کورنۍ خپلو سيمو ته وليږدول شي، چې په ۲۰۰۵ کال کې بې ځايه شوي  دي.

ښا غلي صبار زياته کړه، چې ۶۴۰۰ بې ځايه شويو کورنيو سره د کډوالو چارو وزارت له بوديجې بشري مرستې کوي او همدا راز د دې ولايت داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته به د ژمنيو مرستو رسولو په برخه کې هم اقدامات تر سره شي،هغه د يادو پروګرامونو دپلي کولو په برخه کې ننګرهار والي څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د کډوالو چارو وزارت له کړنو مننه وکړه او وويل،له کډوالۍ را ستنې شوې اتيا سلنه کورنۍ په دې ولايت کې ميشت کيږي او د مګړۍ د هېواد  شاوخوا ۱۷ ولايتونو اوسېدونکي په ننګرهارکې اوسيږي،چې ورته د ښو خدمتونو د ترسره کولو په موخه لازمو مرستو ته اړتيا ده. ده ننگرهار والی له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنيو ته د هر ډول خدمتونو د ترسره کولو پر مهال د هر ډول همکارۍ ډآډ  ورکړ.

په همدې حال کې د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال  په هغه ولايت کې د نړيوالو موسسو د بشري مرستو له وېش څخه ليدنه وکړه او د يادو موسسو له مسولينوڅځه يې د مرستو په وېش کې د زياتې روڼتيا غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته