په پاکستان کې د افغان مهاجرینو چارو اتشې مسولانو د مهاجرینو له استازو سره ولیدل
د پاکستان په اسلام اباد کې د مېشتو افغان مهاجرینو چارو اتشې د راپور له مخې، د دغه دفتر مسولینو د غویي پر ۲۸ مه د افغانستان په سفارت کې په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو له استازو سره ولیدل او د هغوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې او لازمې او قانوني لارښوونې یې ورسره شریکې کړې.
حاجي اسدالله د مهاجرينو په استازيتوب خبرې وکړې، شته ستونزې يې څرګندې کړې او د مهاجرينو د ستونزو د هواري لپاره يې د سملاسي رسېدنې غوښتنه وکړه.
هغه د مهاجرینو د باعزته، تدریجي او پخپلې خوښې راستنېدنې په اړه د کوربه هېواد د بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ځانګړې پالیسۍ د نشتوالي په اړه د مهاجرینو اندیښنه څرګنده کړه.
دغه راز نوموړي د ACC د کډوالۍ کارت لرونکو د بې برخلیکه حالت په اړه هم خبرې وکړې او د اتشې له مسولینو یې د پروخت اقدام غوښتنه وکړه.
د مهاجرین چارو اتشې د افغان مهاجرینو په اړه د کوربه هېواد د حکومت د پرېکړو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د افغان مهاجرینو د حقوقي او ټولنیزو ستونزو تعقیب او حل د اتشې د دفتر لومړیتوب دی او د اسلامي امارت د لوی سفارت په ګډه همکارۍ او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په لارښوونه به د افغان مهاجرینو د حقونو د ټینګښت په برخه کې هېڅ ډول هڅې و نه سپموي.