تخار کې پر ۱۵۳ کورنیو روغتیایي کڅوړې ووېشل شوې

sadam_morr
-
په تخار ولایت کې د غویي پر ۳۰مه د سېلاب له امله زیانمنو شویو ۱۵۳ کورنیو ته روغتیايي کڅوړې وویشل شوې.
دغه کورنۍ وړاندې د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د مهاجرینو چارو ادارې له خوا سروې شوې وې او د ډاکار موسسې له لوري د ٢٣ ډوله روغتیايي توکو یوې یوې کڅوړې مرسته ورسره وشوه، چې هلته د مهاجرینو چارو تر څارنې لاندې ووېشل شوه.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې پر دغو کورنيو خوراکي توکي هم وېشل شوي وو.