په غزني ولایت کې له ۱۷ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

د ثور په ۲۵مه نیټه د غزني ولایت په ده یک واسوالۍ کې له ۱۷ بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
ياده شوې مرسته د پنا غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري شوې وه، چې هر کورنۍ ته ۱۷ زره او ۷۵۰ افغانۍ وویشل شوې، چې یادې شوې کورنې د مهاجرینو ریاست له لورې مخکې سروې شوې وې، چې د غزني په مرکز کې د یاد رياست له لورې ورته توزیع شوې.