پاکستان کې د مهاجرینو چارو اتشه او د قونسل مرستیال د هغه هېواد د بهرنیو اتباعو د امنیت له رییس سره ولیدل

sadam_morr

 د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو چارو اتشه او د افغانستان د سفارت د قونسل مرستیال د غویي پر ۱۸ مه د پاکستان د بهرنیو اتباعو د امنیت له عمومي رییس کاشف لالي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د افغان مهاجرينو د هغو قضیو په اړه خبرې شریکې شوې، چې په دې وروستيو کې په هغه هېواد کې ورته پېښې شوې دي.
 د پاکستان د بهرنيو اتباعو د خونديتوب رییس د وړاندې شويو قضيو له اورېدو وروسته مسولو بنسټونو ته امر وکړ، چې يادې قضيې په جدي توګه وڅېړي او پايلې يې د دغه هېواد له کورنيو چارو وزارت سره شريکې کړي.
 په پای کې د مهاجرینو چارو اتشه او د اسلامي امارت د سفارت د قونسل مرستیال د هغوی د همکارۍ له امله مننه څرګنده کړه.