کنړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

 

د (DACAR) موسسې له لوې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۴ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۲ مه هرې کورنۍ ته د روغتيايي موادو يوه يوه کڅوړه مرسته ووېشل شوه.