سرپل کې له ۱۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr

په سرپل ولایت کې پرون د غویي ۲۲ مه پر ۱۰ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه کورنۍ له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې وې، چې د هغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري اړمنې پېژندلې وې او د اسلامي امارت د ګومارل شوې ولايتي کميټې تر څارنې لاندې د کورنۍ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ ورکړل شوې.