سمنګان کې سیلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي

sadam_morr
-

د غویي د ۲۱ مې نېټې د سېلابونو د راوتو په پایلهکې د سمنګان ولايت په خرم او سارباغ ولسواليو کې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د سمنګان د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، تر دې دمه یو تن شهید شوی، یو ماشوم ورک شوی، ۶۰ حویلۍ، ۳۰ دوکانونه، ۳۰۰ متره استنادي دیوالونه، د محلي برېښنا ۱۲ شبکې او ۱۲ پلونه ویجاړ شوي دي. ۲۰۰ څاروي، د اوبو او کرنې کانالونه، د اوبو بندونه او کرنیزې ځمکې او د خرم او سارباغ ولسوالیو عمومي واټ، چې د دوو سیندونو ترمنځ پرتې ولسوالۍ او د سمنګان د خرم او سارباغ او د بامیانو ولایت د کهمرد او سیغان ولسوالۍ د بغلان له مرکز او نورو ولایتونو سره نښلوي له منځه وړل شوي دي او ښايي، چې د سیلاب له امله د اوښتو زیانونو کچه نوره هم زیاته شي.