تر ۸۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۸۳۸ تنه افغان مهاجرین پرون د غویي میاشتې ۱۲مه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۹۶ کورنۍ چې  ۵۰۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره نغدي مرسته وشوه.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د راپور له مخې ۶۳ کورنۍ چې ۳۳۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.