په کندز ولایت کې د ۲۰۰ څخه زیاتو را ستنو شویو میرمنو په رقابتي ازموینه کې کډون وکړ

sadam_morr
-
د غوايي میاشتې په ۱۱ مه نیټه د کندز ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو رياست د معلوماتو په اساس په یاد ولايت کې د قابله ګۍ د درې کلن کورس د ګمارنې په موخه په رقابتي ازموينه کابو ۲۳۴ تنو راستنېدونکو میرمنو ګډون درلوده. یادې سیالې د کندز ولايت د مهاجرينو او عامې روغتيا رياستونو په همکارۍ په لاره اچول شوې وې.
د يادو شويو کسانو له جملې څخه ٨٠ میرمنې، چې لوړې نمرې تر لاسه کړي د هغه ولايت د عامې روغتيا رياست په همغږۍ او د پناغوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په همکارۍ به حکمت انسټيټيوټ ته د درې کلن قابله ګۍ کورس لپاره ور معرفي شي. یادو زده کوونکو فیس، کتابونه، قرطاسیې او د ترانسپورټ کرایه د یاد سازمان له لورې ورکول کیږي.