دکډوالو چارو وزيربلخ ولايت ته په خپل سفر کې د بېځايه شوو شهيد ذبيح الله ښارګوټي څخه ليدنه وکړه

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۹:۴۳
بلخ

Bottom of Form

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي د تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۳مه بلخ ولايت ته په خپل سفر کې دشهيد ذبيح الله ښارګوټي د اوسېدونکو له وضعيت څخه ليدنه وکړه.

دغه ښارګوټی چې د بلخ ولايت د نهر شاهي ولسوالۍ کې موقعيت لري له فارياب ولايت ۳۳۰ بېځايه شوې کورنۍ پکې ژوند کوي، چې پخوا ورسره ديوشمېر موسسو او دبلخ ولايت دکډوالو چارو رياست له لورې مرستې ترسره شوي.

يادو بېځايه شوو دکډوالو چارو د وزيرڅخه هلته دوی ته دکاري زمينې، دايمي استوګنې، ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو د جوړېدو غوښتونکي شول.

دکډوالو او راستنېدونکو چاو وزير وويل، دغه وزارت هڅه کړې چې د نړيوالو موسسو سره په همکارۍ ۱۷۰ بېځايه شوو کورنيو ته د دايمي استوګنې زمينه برابره کړي.

هغه وويل، د پاتې نورو کورنيو دستونزو دحل لپاره هم هڅې کو او په ياده سيمه کې د ښوونځي د جوړېدو وړانديزو مو دکليو پراختيا وزارت ته لېږلی دی.

هغه د بلخ ولايت په شهيد ذبيح الله ښارګوټي کې بېځايه شوو ته د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) دخدمتونو وړاندې کولو له امله  قدردانۍ تر څنګ له هغه ادارې د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه او د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست ته يې لارښوونه وکړه چې په ياده سيمه کې د بېځايه شوو ستونزو دحل په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د اسلامي امارت له درې تنو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د معلوماتو او احصائې ملي ادارې معین، د ترانسپورت او هوايي چلند او د شیهدانو او معلولینو چارو وزارتونو معینانو حضور درلود، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ولس ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

په کډوالو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د بازسازي و اجتماعي افغان موسسې سره د ۷ زره ۶۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې، یاده موسسه به دغه پیسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۳۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د اشیانه، هماهنګي کمک های بشري، همبستګي و مساعدت افغانستان نوین او توانمندي ماموریت زنان افغانستان موسسو سره د ۹۶۶ زره ۸۶۱ امریکايي ډالرو په ارزښت. . .

بېرته خبرونه ته