ایران څخه تر ۳ زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت ۳ زره او  ۹۴۳ تنه افغان مهاجرین د غویي نهمه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۶۶۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز ۷۴ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۴۸بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۲۰۱ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شویو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۴۸۷تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.