تر ۸۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۸۲۵ تنه افغان مهاجرین پرون د غویي اتمه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې  ۱۰۰ کورنۍ چې ۵۲۷ تنه وو او ۲۳ تنه نور د پاکستان له زندانونو څخه ازاد شوي بندیان په جبري توګه له یاد هېواد څخه راستانه شول او  هلته ننګرهار کې د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

او د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۴۷ کورنۍ چې  ۲۶۸ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.