ایران څخه تر زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت یو زر او  ۲۲ تنه افغان مهاجرین د غویي اومه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۵۵ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز ۸۸ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۷ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۱۲۰ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۱۸۶ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.