بلخ کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-04/%D8%A8%D9%84%D8%AE%201_0.jpg)
د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د وري په ۳۱مه له ۳۲۶ کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی.
دغه کورنۍ واندې هلته د ولايت په مرکز او ولسواليو کې اړمنې پيژندل شوې وې او په ۲۹۸ کورنیو هرې یوې باندې ۱۱زره۹۲۰ افغانۍ د ناروې د مهاجرت شورا له خوا او پر ۲۸ نورو کورنیو هر یو باندې ۲۱زره ۵۰۰ افغانۍ او ۱۷زره۷۵۰ افغانۍ په هغه ولایت کې د آغا خان موسسې لخوا وویشل شوې.