په کندز کې له ۲۹ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په کندز ولایت کې پر ۲۹ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا بېځايه شوې او زیانمن شوې کورنۍ وې، چې وړاندې هلته د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او له هغه وروسته د واو موسسې له لوري په دوو برخو کې د ٢١ زره او ٥٠٠ او ١٧ زره او ٧٥٠ افغانیو په ارزښت مرسته ورسره وشوه.