په ترکیه هېواد کې د کښتۍ د ډوبېدلو له امله د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلامیه

sadam_morr

په ډېر تأسف سره مو خواشینوونکی خبر تر لاسه کړ چې د ترکیې هېواد په چناک قلعه ولایت کې د کښتۍ د ډوبېدلو له امله چې ټوله سپرلي یې ۴۶ تنه وو زموږ ۲۲ تنه هېوادوال شهیدان، یو شمېر لا تر اوسه نادرکه او ۴ تنه ژغورل شوي دي، شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د جنت الفردوس او اقاربو ته یې د زړه صبر غواړو، د ترکيې هېواد له مسؤولینو او ژغورنکو ټیمونو څخه غوښتنه کوو چې په دغه پېښه کې زموږ د یو شمېر نادرکه شویو هېوادوالو د موندلو په لټه کې پوره هڅې وکړي او په خپلو ټولو هېوادوالو باندې یو ځل بیا غږ کوو چې نورو هېوادنو ته له مهاجرت څخه ډډه وکړي او د نورو هېوادونو د آبادولو پر ځای خپل هېواد آباد کړي تر څو په راتلونکي کې د دا ډول غمیزو شاهدان و نه اوسو، همدا راز له خپلو ټولو هغو افغانانو څخه چې په بهر کې د مهاجرت شپې سبا کوي غواړو چې خپل هېواد ته په خپله خوښه را ستانه شي او خپل وطن کې باعزته او آرمه ژوند وکړي.   


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت