ایران څخه تر زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت یو زرو ۵۲۱ تنه مهاجرین د وري ۱۱ مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په یاد کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې  ۲۴۷ تنه یې اړمن ويېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز ۳۴ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۱۰ کورنیو ته لس لس زره افغانۍ ورکړل شوې، ۲۸ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا وړیا سیمکارتونه ووېشل شول او ۲۶۸ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.